1752623816
د ژوند لاره - راه زندگی

Advertise on podcast: د ژوند لاره - راه زندگی

Rating
★★★★★
5
from
5 reviews
This podcast has
50 episodes
Language
English
Explicit
No
Date created
2024/06/18
Latest episode
2026/07/09
Average duration
46 min.
Release period
32 days

Description

له ولسمشر محمد اشرف غني سره د پودکاستونو په دې لړۍ کې د تېرو تجربو پر بنسټ د راتلونکي لپاره د لید جوړولو موضوع مرکزي نیول شوې او زموږ د گران هېواد، ارزښتونه، شتمنۍ او وړتیاوې په کې سپړل شوې او څېړل شوې دي. د پودکاستونو دا لړۍ داود جنبش وړاندې کوي. این سلسله برنامه ها، به استقبال از سه صدمین سالگرد تاسیس دولت معاصر افغانستان که با سال ۲۰۴۷ مصادف است، تهیه و عرضه می شود و هر شماره آن به بخش هایی از حیات ملی و اجتماعی ما اختصاص داده شده است.

Unlock د ژوند لاره - راه زندگی podcast Email contact info,
Listeners & Audience details

Email contact information

Direct podcast contact details

Listeners

Audience numbers & engagement insights

Audience details

Podcast Insights

Podcast episodes

Check latest episodes from د ژوند لاره - راه زندگی podcast


Helmand river_and British mediation | Dr. Ashraf Ghani
2026/07/09
ټول ښه راغلاست. در پودکاست قبلی در مورد دلایل د خالت انگلیسها در مساله سیستان که منجر به تقسیم این منطقه تاریخی افغانستان با فارس شد، صحبت کردیم. امروز به پیآمدها و عواقب آن برای اهالی و جغرافیای جدید که در نتیجه سیاست های استعماری زمان با آن روبه رو شدند، می پردازیم. د سیستان وادۍ ښېرازي او د ژوندانه دوام په هلمند سیند پورې اړه مومي چې د دجلې او فرات ترڅنګ بل سیند په سیمه کې د هغه ارزښت ته نه رسېږي. سیستان د رستم وطن و چې مور یې کابلۍ او مېرمن یې سمنګانۍ وه او له همدې امله دا سیمه زموږ په ارزښتونو کې یو اوچت ځای لري. هیئت انگلیسی گولد شمید ضمن تقسیم جغرافیای سیستان، به آب نیز پرداخت و در تنها ماده ای سند حکمیت وی آمده است که از این آب باید استفاده عادلانه صورت گیرد. این حکمیت در زمانی صورت گرفت که انگلیسها هنوز تجربه استفاده از آب در منطقه را که بعداً با تغییر مسیر آب دریای سوات و ایجاد کانالها در پنجاب به دست آوردند، نه داشتند. به گمان اغلب، اگر این تجارب در زمان تقسیم سیستان و آب آن وجود میداشت، قضاوت انگلیس ها شکل دیگری به خود می گرفت. زموږ نوي نسل ته ضرور ده وپوهېږي چې افغانان په هر پړاو کې د خپلې خاورې او اوبو د ساتنې سنگر کې ولاړ پاتې شوي، خو څرنګه چې زور یې له استعماري ځواکونو سره نه برابرېده، په شا شوي دي. له فارس سره د هلمند د اوبو مساله بل انگریز استازي مک موهن هم حل نه شوای کړی، تر هغو چې ډېر وروسته، صدراعظم محمد موسی شفیق په یوه حقوقي تړون کې راوستله چې له نېکه مرغه تر اوسه نافذ دی او باید همداسې بې تغییره وساتل شي. افغانستان له تړون سره سره د کورنیو شخړو دوران کې د میلیاردو ډالرو په ارزښت اوبه وړیا فارس یا اوسني ایران ته ورکړي بې له دې چې په بدل کې یې هېڅ امتیاز تر لاسه کړي. یکی از دلایل عمده بحث در مورد اینگونه مسایل تاریخی آنست که افغانها در روشنی آن حقوق ارضی و آبی خود را بشناسند. در عین حال باید به این نتیجه هم برسند که همکاری منطقوی در شرایط کنونی از ضروریات است و بدون پیوستن به این حلقه اتصال که ایران یک بخش مهم آنرا تشکیل می دهد، امکانات رشد محدودتر می شود. په دې پودکاست کې د سیستان د اوبو په مساله او افغانانو ته یې په تاریخي لوستونو خبرې شوې دي چې بشپړ متن یې له لاندې لینکونو تر لاسه کېدلی شي: https://mohammadashrafghani.com/ps/48th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/fa/48th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/48th-podcast/ این برنامه علاوه بر رسانه های اجتماعی از این پلاتفورم ها نیز قابل دریافت است: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community
Sistan and British Arbitration | Dr. Ashraf Ghani
2026/06/11
زما ګرانو وطنوالو، تر دې زیاته خوښي په دې شېبه کې لږه وینم چې یوځل بیا له تاسې سره مخامخ په مختلفو مسایلو او مواردو د خبرو امکان پیدا شو. یو مهم بحث چې په دې وروستیو میاشتو کې راپیل شوی او په معلومو دلیلونو ځنډېدلی و، د افغانستان د تاریخ په اړه د پودکاست پرله پسې لړۍ وه. موږ په دغو بحثونو کې تر دویم انګلیس – افغان جنګ وړاندې حالاتو ارزونې ته رسېدلي وو چې څنګه یې انګرېزانو ته په نژدې ۴۰ کلو کې د دویم یرغل پلمه په لاس ورکړه. نن ځان نېکمرغه بولم چې هغه لړۍ، له هماغه ځایه چې درېدلې وه، بیا پیلوو. در زمره شرایط و عواملی که راه را برای حمله دوم انگلیس بر افغانستان در اواخر سالهای هفتاد قرن نزده هموار کرد، باید حکمیت انگلیس در تقسیم وادی سیستان با فارس را که امیر افغانستان شیرعلی خان را سخت آزرده ساخت، به طور خاص مورد توجه قرار داد. انگلیسانو د قاجاری فارس ادعاوو ته په پام سره چې سیستان یې د صفوي امپراتورۍ برخه او ځکه خپل حق باله، د هلمند سیند او تالابونو منځ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په تېرولو، افغانستان اړ کړ چې په لوېدیځ کې شاته ولاړ شي او د سیستان یوه مهمه او په حقیقت کې ښېرازه برخه فارس ته پرېږدي. در نتیجه این تغییرات، بعلاوه از درست رفتن خاک در وادی سیستان، ترکیب جمعیتی افغانستان نیز تغییر کرد و یک بخش قابل ملاحظه شهروندان بلوچ آن در ترکیب کشور دیگری درآمد. شواهد نشان می دهند که اگر موضوع سیستان در اوایل سالهای هفتاد قرن نزده به نحو دیگری فیصله می شد، شاید تهاجم دوم انگلیس بر افغانستان که به بهانه نزدیک شدن امیر به روسیه صورت گرفت، واقع نه می شد. د ژوند لارې پودکاست په دې ګڼه کې د دویمې انګرېز – افغان جګړې د عواملو او انګېزو د څېړنې په لړ کې د سیستان پر ویش غږېږو او ګورو چې څنګه انګرېزانو په دغه لانجه کې فارس ته په ترجیح ورکولو، افغانان خوابدي او اړ کړل چې د مرستې له پاره روسانو ته مخ واړوي. ددې پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن له لاندې لینکو څخه ترلاسه کولی شئ: https://mohammadashrafghani.com/ps/47th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/fa/47th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/47th-podcast
First Anglo-Afghan War | Dr. Ashraf Ghani
2025/11/06
د افغانستان د تاریخ په دې خپرونه کې، په نولسمه پېړۍ کې د انګرېزانو پر لومړي وسله وال تېري، عواملو او دواړو لورو ته یې په عواقبو غږېږو. له دغه یرغل نه چې د پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې وشو، انګرېزانو درې موخې درلودې: منځنۍ آسیا ته نژدې کېدل؛ د ګڼو واکمنیو پرځای چې د کورنیو جنګونو نتیجه وه، د یوه واحد، خو له دوی سره تړلي افغان حکومت ایجاد؛ او په افغانستان کې د خپل یوه ملګري سیمه ییز لښکر جوړول چې ورسره د رنجیت سینګهـ پنجاب چې دوی ورته سترګې نیولې وې، له دواړو خواوو چاپېر کړي. افغانها در ابتدا بدون آن که قادر به درک عمق بازی های استعماری باشند، شاه شجاع را به عنوان وارث مشروع امپراتوری احمدشاهی پذیرفتند، اما با نمایان شدن ماهیت دست نشاندگی شاه، مقاومت در برابر اشغال انگلیس رو به افزایش نهاد که در آن شاه شجاع زندگی خود و انگلیس ها حیثیت امپراتوری شانرا با شکست فاحشی که متقبل شدند، از دست دادند. د لومړۍ انګرېز – افغان جګړې په نتیجه کې، افغانستان وساتل شو، خو له بده مرغه د راتلونکو ۲۱ کلو له پاره د واک پر سر کورنۍ جګړې ته ولاړو. دا جګړې چې نوي واکمن – امیر دوست محمد خان په پای کې کرارې کړي، د هغه تر مړینې وروسته بېرته تودې شوې. د فتور په دې درېیو لسیزو کې سندهـ، کشمیر، پېښور، دېره اسماعیل خان، دېره غازي خان او ملتان په اساسي ډول د افغانانو له لاسه ووتل. افغانها با قربانی های بی دریغ، موفق شدند که انگلیس ها را با زور از کشور خود برانند، اما آنها در مقابل برای کشیدن انتقام از ملت ما، جلال آباد را آتش زدند؛ غزنی را غارت کردند،؛ استالف را به مشت خاکستر تبدیل نمودند؛ و مهمتر از همه، بازار مشهور چارچته در کابل را چون نمادی از وحشت استعمار اروپایی که زیر نام تمدن انجام شد، به شکل یک مخروبه سیاه بر جا گذاشتند.
Lessons of Disintegration and Infightings | Dr. Ashraf Ghani
2025/10/23
Lessons of Disintegration and Infightings | Dr. Ashraf Ghani
Establishment of Modern Afghan State
2025/09/25
ګرانو وطنوالو، خویندو او وروڼو، په تېرو نژدې دوو کلو او ۴۲ خپرونو کې تر دې ځایه د افغانستان یو لړ مهم مادي او معنوي ارزښتونه د شواهدو، اسنادو او تجربو له مخې د «ژوند لارې» لړۍ په بڼه له تاسې سره شریک شول. څرنګه چې دا لړۍ د معاصر افغان دولت د جوړېدو درې سومې کلیزې ته چې په ۲۰۴۷ کال کې رارسېږي بېله شوې ده، ضروري وبلل شوه چې سر له همدې ګڼې زموږ د اوسمهالي دولت په لنډ تاریخ هم خبرې وشي او حساسې برخې یې په نوې بڼه وسپړل شي. تشریح تاریخ معاصر ما با استفاده از اسناد مهم آرشیفی که اغلب آنها بار اول به این شیوه همگانی می شوند، به مردم ما، خاصتاً جوانان و رهبران آینده کمک خواهد کرد تا از تجارب مثبت بیاموزند و با شناخت عوامل شکست ها و پراکندگی ها، ذهنیت ها را برای احتراز از آن بسیج نمایند. د احمد شاه بابا شخصی او عملی تجربو چې نژدې درې پېړۍ وړاندې یې نوې افغان امپراتوري جوړه کړه، په ښکاره ډول وښوده چې دا ولس که لار ورته جوړه شي، خورا ستر کارونه ترسره کولی شي. دولت جدید افغانها که با رایزنی نمایندگان بیشتر اقوام ما در نیمه دوم قرن هژده میلادی در قندهار شکل گرفت، رفته رفته به بزرگترین قدرت نظامی منطقه مبدل شد و بعنوان آخرین امپراتوری اسلامی در آسیا ثبت تاریخ گردید. د معاصر تاریخ په دې لومړۍ خپرونه کې، هغو شرایطو او عواملو ته کتنه کوو چې د اتلسمې پېړۍ په نیمایي کې یې د افغانانو د سترواکۍ جوړېدو ته لار جوړه کړه؛ وروسته به په ترتیب سره ددې سترواکۍ د پاشل کېدو لاملونه او اوسنیو او راتلونکو نسلونو ته د هغې درسونه وسپړو. ددې پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن له لاندې لینکو څخه ترلاسه کولی شئ: https://mohammadashrafghani.com/ps/43th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/fa/43th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/43th-podcast/ این برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت است: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community
Afghanistan Ports (Part 2) | Dr. Ashraf Ghani
2025/09/11
گمرکات ما، که امروز بخش دوم و نهایی صحبت در مورد آنرا به پایان می بریم، باید در چهارچوب ستراتیژی عمومی ترانزیتی شدن کشور مورد نظر گرفته شوند. یکی از عمده ترین دلایل سرمایه گذاری بر زیربنای گمرکات و راه های تردد ما اینست که افغانستان با موقعیت خود در قلب آسیا میتواند از ترانزیت نسبت به گمرکات پنج تا ده برابر بیشتر عواید بدست آورد. موږ د جنګ سالارۍ او د تپل شویو جګړو له وبا سره سره داسې یو لیدلوری رامنځ ته کړ چې منځنۍ آسیا، ایران، چین آن روسیه او آذرباییجان راسره د سوداګریزو لارو په ډېرولو کې همغږي شي. زما باور دا و او دی چې څو افغانستان په یوه اساسي صادروونکي هېواد وانه وړي، عامه هوسایي نه راځي. در دوران حکومت انتقالی، سه بدیل واضح آینده افغانستان وجود داشت: یکی این که یک دولت خدمتگار و یک دولت انکشافی بوجود میآید که میتواند آلام تمام دردهای چند دهه را مداوا کند؛ دوم، یک حکومت مافیایی روی کار میآید که یک عده معدود، سرمایه دار میشوند؛ و سوم، از بحرانی به بحران خواهیم رفت. بدبختانه دیدید که با رد پیشنهادات ما در آغاز جمهوریت و کنار گذاشته شدن اصلاحات اساسی و ایحاد یک دیدگاه اساسی انکشافی، کشور در کدام مسیر قرار گرفت. د افغانستان د ګمرکونو په اړه دې وروستۍ خپرونه کې دا څېړل شوي چې د جنګسالارانو له منګولو د غصب شویو ګمرکونو را ایستل څومره ګران کار او له کومو ننګونو سره ملګری و. دلته هغه طرحې او لید لوری هم څېړل شوي چې له ۲۰۱۴ وروسته د ګمرکي او ترانزیتي تاسیساتو د پراخولو له پاره رامنځ ته شول. ددې پوښتنو او ځوابونو متن له لاندې لینکو څخه تر لاسه کولی شئ: https://mohammadashrafghani.com/ps/42th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/fa/42th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/42th-podcast/ این برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت است: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community
Afghanistan Ports (Part 1) | Dr. Ashraf Ghani
2025/08/21
د افغانستان د بنسټیزو تاسیساتو د مهمو څانګو د څېړنې په دې وروستۍ برخه کې، په دوو ګڼو کې د خپل هېواد په بندرونو خبرې کوو. لومړی به په سیمه کې د بندرونو او له دغې لارې د سوداګرۍ څرنګوالی وڅېړو، وروسته به د افغانستان د بندرونو پر اوسني وضعیت او راتلونکو طرحو تم شو. تاجاییکه به سابقه مراودات تجاری برمی گردد، مناسبات ما از راه خشکه توسط کاروانها، مخصوصاً در حرکت عشایر کوچی حد اقل تا شروع قرن نزده به قوت جاری بود. در دوران شاهنشاهی دُرانی، نقل و انتقال بحری نیز بر اساس شواهد دقیق حد اقل از طریق دو مسیر صورت گرفته است که هر دو به کندهار وصل می گردید. د افغانستان د اوسنیو پولو له ټاکل کېدو او د ډیورنډ لیکې له تپل کېدو سره سم، بندرونه یا نوي جوړ شول او یا پراخ شول. خو د شوروي اتحاد په ټوله واکمنۍ کې زموږ شمالي پوله د تګ راتګ له پاره تړلې پاتې شوه، سره له دې چې سوداګریز مراودات چې د مرحوم عبدالمجید زابلي په نوښت پیل شوي وو په راوروسته لسیزو کې په جلا کچو د دولتونو په سطحه روان پاتې شوي دي؛ له ایران سره پوله نیمه پرانستې وه او یوازې پر ډیورنډ لیکې انتقالات تر ډېره آزاد کېدل، خو خپلې لوړې-ژورې یې هم درلودلې دي. یکی از بزرگترین دستآورد های ما در دوران حکومت جمهوری، توسعه تاسیسات زیربنایی از جمله بندرداری در ولایت نیمروز و اتصال آن با بندر دریایی چابهار در ایران بود. همچمنان با هند و ایرن توافق سه جانبه داشتیم که با اتصال مستقیم چابهار به بمبئی یا مومبای، امکان ورود دوباره افغانستان به عرصه تجاری خلیج و اوقیانوس هند فراهم می گردید. په دې خپرونه کې دا ټول مسایل په تفصیل څېړل شوي چې د پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن یې له دې لینک څخه ترلاسه کولی شئ: https://mohammadashrafghani.com/ps/41th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/fa/41th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/41th-podcast/ این برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت است: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community/
Aviation (Part 2) | Dr. Ashraf Ghani
2025/07/31
د هوایي چلند د مسایلو په دوام دې خپرونه کې پر هغو طرحو او ننګونو غږېږو چې د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې د لومړي طالب امارت له ماتېدو او د نړیوالو ځواکونو له راتګ وروسته مطرح شوې. دغه مهال افغانستان خپلې وروستۍ ملکې الوتکې هم د بهرنیانو په بمباریو کې له لاسه ورکړې وې او رسمي سفرونه یوازې په امریکایي الوتکو کې ممکن وو. اما به زودی کار روی احیای شرکت آریانا و تنظیم مجدد میدان هوایي کابل به عنوان یک نقطه وصل آغاز گردید. باور من این بود که برای احیای مجدد شرکت آریانا لازم است تا چند مسیر پروازی تنها در انحصار این شرکت باقی بماند، چون در یک فضای بسته امکان رشد آن بمراتب بیشتر بود. له بده مرغه دا طرحه نه یوازې پلې نه شوه، بلکې ځینو داسې کسانو ته د «هوایي شرکتونو» د جوړېدو اجازه ورکړ شوه چې د آریانا د مخنیوي ترڅنګ یې، په نړیوال ډګر کې د افغانستان د هوایي چلند حیثیت زیانمن کړ. بزرگترین دستآورد دوران تصدی ریاست جمهوری من ایجاد کوریدور های هوایي بود که باعث شد میزان صادرات کشور از یک میلیارد دالر در سال فراتر رود. این طرح نخستین بار با نریندرا مودی صدراعظم هند همآهنگ شد و سپس به چند کشور و منطقه دیگر توسعه یافت. له ټولو ستونزو سره سره چې له اصلاحاتو سره د حکومت د نیمایي برخې د مخالفت نتیجه وه، په هوایي برخه کې ځینې داسې بنسټیز تاسیسات رامنځ ته شول چې په ۲۰۴۷ کې د معاصر افغانستان د درې سومې کلیزې پر لور حرکت کې زموږ د پرمختګ بنسټ ټاکلی شي. نیاز مبرم ما در شرایط کنونی دستیابی به یک اجماع لازمی است که زمینه کار بیشتر روی تاسیسات عمده مثل بخش هوایي را فراهم سازد. اما بدبختانه خطرات هم نهایت زیاد است و اگر عبرت نگیریم، خدانخواسته مثل قرن ۱۹ باز در حاشیه و انزوا باقی خواهیم ماند. این مسایل به تفصیل در شماره جدید سلسله راه زندگی مورد بحث قرار گرفته است که متن کامل آنرا از لینکهای ذیل دریافت کرده میتوانید: https://mohammadashrafghani.com/ps/40th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/fa/40th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/40th-podcast/
Forced Remigration of Afghans from Iran and Pakistan | Dr. Ashraf Ghani
2025/07/17
In this episdode
Aviation (Part 1) | Dr. Ashraf Ghani
2025/07/03
به ادامه بررسی مراحل احداث و تکمیل زیرساخت های افغانستان، امروز به پیشینه هوانوردی در کشور عزیز خود میپردازیم. اگر قرار باشد این بخش از انجام نخستین پرواز در فضای افغانستان آغاز شود، ناگزیر باید از تجاوز یک طیاره عسکری انگلیس یاد آوری کرد که در ۲۴ می ۱۹۱۹ برای بمباران ارگ بر فراز کابل ظاهر و وحشت بزرگی ایجاد کرد. په همدې اساس له انگرېزانو سره د افغانانو د درېیمې جګړې له پای ته رسېدو او د افغانستان د سیاسي استقلال له تامینېدو سره سم، امان الله شاه هوایي برخې ته فوق العاده پام واړاوه او سملاسي یې د پیلوټۍ او هوایي انجنیرۍ برخو کې د ځوانانو روزل پیل کړل. لومړني محصلین په ۱۹۲۱ کال کې ایټالیا ته واستول شول چې یو یې احسان خان نومېده. همدی د افغانستان د هوایي ځواک لومړنی قوماندان شو او تر ۱۹۴۷ کاله پر دغه دنده پاتې و. در همین ایام، نخستین طیارات به ترتیب از برتانیا، ایتالیا و یک فروند هم از اتحاد شوروی خریداری گردید. در کنار دولت، تعدادی از تاجران افغان هم چند طیاره را به هزینه های شخصی خریداری و با احساس ملتخواهی به امان الله شاه اهدا کردند. پرواز ها، نخست از میدان کوچکی در شیرپور صورت می گرفت و متعاقباً، بدنبال هموار سازی تپه های اطراف منطقه خواجه رواش، این محل به عنوان میدان هوایي انتخاب شد. د افغانستان د لومړني ملکي هوایي شرکت په توګه، د آریانا افغان الوتنې بنسټ په ۱۹۵۳ کال کې په نژدې مساوي سهمونو له پان ام امریکایي شرکت سره په ګډه کېښودل شو. دغه مشارکت چې آریانا شرکت یې په سیمه ییزه کچه په یوه مهم لوبغاړي واړوله، څه باندې شل کاله دوام وکړ چې د ثور په کودتا او په کابل کې د امریکا د سفیر په وژل کېدو، پای ته ورسېد او ورسره سم آریانا هم له برمه ولوېده او ماته شوه. په دې خپرونه کې د افغانستان د هوایي چلند پر دې او نورو اړخونو خبرې شوي چې بشپړ متن یې له دې لینکونو تر لاسه کولی شئ: https://mohammadashrafghani.com/ps/39th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/fa/39th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/39th-podcast/ این برنامه، به علاوه شبکه های اجتماعی از پلاتقورم های ذیل نیز قابل دریافت می باشد: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community /
Road Construction (Part 2) | Dr. Ashraf Ghani
2025/06/19
In this
د لوی اختر مبارکۍ پیغام | Eid-ul Adha Congratulations Message
2025/06/06
د بختور لوی اختر د نېکمرغۍ په رارسېدو خپلې مبارکۍ او پېرزوینې ټولو وطنوالو او د نړۍ مسلمانانو ته وړاندې کوم. امیدوارم که در این ایام خجسته، دعا های خالصانه زائرین بیت الله شریف در حق مردم مظلوم غزه مقبول درگاه الهی شده باشد. در عین تقدیم مبارکی های قلبی به حجاج محترم افغان، از آنها می طلبم که برای سرفرازی و آسایش مأمن مشترک ما، همه با یکدلی تمام دستان نیایش بلند کنند. قربان هاییتنگیز مبارک، عزیز وطنداشلر و کافه مسلمانلر.
Road Construction (Part 1) | Dr. Ashraf Ghani
2025/05/22
د مواصلاتو د څېړنې په لړ کې نن بشپړ د خپل هېواد ددغې مهمې اقتصادي برخې په ډېر معاصر پړاو خبرې کوو. دا تاریخي مرحله هم څو پړاوونه لري چې پیل یې د محمد نادرخان له پاچا کېدو نه کېږي. و این دورانی بود که راه «دره شکاری» برای تردد های پیهم باز و برای اعمار و مرمت جاده ها اداره خاصی به نام وزارت فواید عامه ایجاد گردید، هرچند اعمار نخستین سرک های موتر رو قبلاً در زمان امیر حبیب الله خان آغاز شده بود. تر کومه چې د پخو او اساسي لارو د جوړولو خبره ده باید د مرحوم محمد داود خان نوم په ځانګړي ډول یاد کړو. د کابل ښاریانو ته به چې یا زما همزولي یا تر ما لږ مشران وي، هرومرو په یاد وي چې د داود خان تر صدراعظم کېدو پورې، پخپله په پایتخت کابل کې له څو کیلومترو پرته پوخ سړک نه و. پروژه های بزرگ جاده سازی ما در اواسط قرن بیست و در جریان رقابت های شدید شرق و غرب رونق خوب یافت، که امریکا و اتحاد شوروی هر دو بخش های بزرگ این پروژه ها را راه اندازی و تمویل کردند. دا چې وروسته څه وشول او د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې د نړیوالو په مرسته جوړو شويو سړکونو او مواصلاتی پروژو څه نیمګړتیاوې درلودې، «د ژوند لارې» لړۍ په دې نوبتي پودکاست کې به یې وڅېړو. بشپړ متن یې له دې لینکونو تر لاسه کېدلی شي: https://mohammadashrafghani.com/ps/38th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/fa/38th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/38th-podcast/ این برنامه، به علاوه شبکه های اجتماعی از پلاتقورم های ذیل نیز قابل دریافت می باشد: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community /
Telecommunications (Part 2) | Dr. Ashraf Ghani
2025/05/09
د ژوندانه د نورو برخو غوندې په مخابراتو کې هم زما ټول تمرکز د هېواد پر ملي ګټو او عمومي ښېرازۍ و چې څنګه د ټکنالوژۍ په نوي کولو او عامولو لا غوره تامین وشي. سیستم مخابراتی ما که برای قرنها در شکل ابتدایی خود به رفع نیازمندی های مردم می پرداخت، از اواخر قرن نزده استفاده از وسایل الکترونیک را آغاز و طی یک قرن انواع مختلف آنرا تجربه کرد. د بیسیم مخابراتو د تعمیم له پاره د جمهوري حکومت هڅې چې په لنډه موده کې یې ټول هېواد راوپوښه، د چټکتیا او پراختیا له پلوه په نړۍ کۍ کمسارې وې. د لا ښه والي او ارزانوالي له پاره مو مصنوعي سپوږمیو ته د لاسرسي خبرې له هند، قزاقستان او نورو سره پیل کړې وې، ځکه چې راتلونکي خدمات، خاصتاً په پوهنې، روغتیا، کرنې او نورو صنعتي برخو کې د اطلاعاتو په تبادلې اړه لري او مصنوعي سپوږمۍ په دې برخه کې لویه ونډه درلودلی شي. همچنان در نظر بود تمام جاده های ما با کشورهای همجوار به شبکه های فایبر نوری مبدل شوند. در این بخش پیشرفت عمده در گفتگو با جمهوری مردم چین حاصل شده بود که قرار بود در نتیجه آن افغانستان با شبکه فایبر نوری آن کشور بپیوندد. نننۍ معلوماتي ټکنالوژي یوازې ټکنالوژي نه ده لکه موټر، یا بایسکل یا نور. معلوماتي ټکنالوژي نن د ژوندانه ټولو اړخونو ته ننوتې او ورسره پېیل شوې ده. خو آیا موږ لا هم غواړو د ۱۹ او ۲۰ پېړیو بدمرغیو کې نښتي پاتې شو که ځان ته له ۲۱ پېړۍ سره سمه تګلاره ټاکو او چټکې بدلېدونکې آسیا سره په همګام کېدو، خپلې ملي او فردي ګټې تامینوو؟ اوس اصلي انتخاب دادی. در این برنامه به سیستم مخابرات افغانستان با توجه به دگرگونی های تکنالوژیک دهه های پسین پرداخته شده است که متن کامل آنرا از لینک های ذیل می توان به دست آورد: https://mohammadashrafghani.com/ps/36th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/dari/36th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/36th-podcast/ دا خپرونې اوس پر خواله رسنۍ سربېره له دې پلاتفورمو څخه هم اورېدل کېدلی شي: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community /
Telecommunications (Part 1) | Dr. Ashraf Ghani
2025/04/24
با ترویج تکنالوژی هوشمند در قرن ۲۱ انقلابی که با قایم شدن ارتباطات بیسیم در قرن ۱۹ شکل گرفته بود، اینک به افق های غیر قابل پیش بینی در حال گسترش است. د نوې ارتباطي ټکنالوژۍ د څرنګوالي د پوهېدو له پاره به همدا بس وي چې د ټېلېګراف، ټېلېفون، راډیو او ټلوېزیون له ایجاد وروسته رامنځ ته شوې چټکتیا په ۱۰ زرو، ۲۰ زرو او آن ۴۰ زرو کې ضرب شي. دا د ارتباطاتو له پلوه د ننن‍ۍ نړۍ انځور دی چې د انساني ټولنې ټولې خواوې ورسره له یوه بېساري بدلون سره مخامخ شوې دي. جهان در ۱۰ سال آینده از نگاه مناسبات اقتصادی، اجتماعی، سیاسی و جوانب دیگر یک تغییر بسیار سریع را تجربه خواهد کرد، که بالاثر آن فاصله بین کشورهای عیار شده با این تحولات و آنهایی که ازین کاروان عقب می افتند، به شکل وحشت زایی فزونی خواهد یافت. په ټکنالوژۍ کې دا بدلون په داسې یوه چاپېریال کې پېښېږي چې په نړۍ کې د قدرت مراکز په ډېرېدو او له بده مرغه ددې نوې لوبې د تنظیم قوانین په ماتېدو دي. یوه پایله یې داده چې ټول ولسونه اوس په لوی لاس د اړول شویو خبرونو له سېلاب سره مخامخ شوي او ځکه افغانانو ته چې تر هرچا ډېر زیان منوونکي دي، په کار ده چې هوښیار و اوسي او د اطلاعاتو د سموالي او ناسموالي د سنجولو وړتیا پیاوړې کړي. متن کامل گفتگو در باره چگونگی ارتباطات امروزی را از لینک های ذیل دریافت کرده می توانید: https://mohammadashrafghani.com/dari/35th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/ps/35th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/35th-podcast/ دا خپرونې اوس پر خواله رسنۍ سربېره له دې پلاتفورمو څخه هم اورېدل کېدلی شي: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community /

Podcast reviews

Read د ژوند لاره - راه زندگی podcast reviews


5 out of 5
5 reviews

Podcast sponsorship advertising

Start advertising on د ژوند لاره - راه زندگی relevant audience podcasts


What do you want to promote?